
ایکنانیوز راپور راکوي، په د غې اعلامیې کې راغلي دي، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اروپائي اتحادئې د بهرنیو چارو د وزیرانو هغه غیر قانونه، ناحقه او ریاکاره پرېکړه،چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد پکې بېاساسه تورونه لګول شوي او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو باعزته او ولسی ځواک ته پکې ناسم نوم ورکړل شوی،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام ګڼي او په ترټولو سختو الفاظو ئې غندي.
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ، د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي وسلهوالو ځواکونو نه بېلېدونکې برخه ده، چې د هېواد د اساسي قانون له مخې ئې د ایران د ملي حاکمیت او امنیت د ساتنې، د سیمې د ثبات د خوندي کولو، او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخې کې یو بېساری او ویاړمن رول لوبولی دی؛ په ځانګړي ډول د داعشي ترهګرۍ پر وړاندې، داسې ترهګري چې د ځینو اروپائي هېوادونو او امریکا د ائتلافونو او دسیسو زیږنده وه.
په اعلامیې کې راغلی دي ،د یوه رسمي او حاکمیتي بنسټ ترهګریز بلل یو خطرناک بدعت دی، چې په نړیوالو اړیکو کې د قانون د حاکمیت له اصل څخه ښکاره سرغړونه، او د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو اصولو څخه څرګنده بېپروائي ده؛ چې په هغو کې د حکومتونو د حاکمیت درناوی او د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل شامل دي. دا پاروونکی، بشپړ غیرمسؤلانه او سپکوونکی اقدام،چې بې شکه د یوه نسلوژونکي او نیواګګر رژیم او د هغه د جګړهپالو ملاتړو د خوښۍ لپاره په امریکا کې پلان او عملي شوی،د اروپائي اتحادئې حیثیت او اعتبار ته، د یوه داسې بلاک په توګه چې کولای ئې شول په نړیوالو بدلونونو کې رغنده رول ولوبوي، بل سخت ګوزار و تاوان رسوي، او نړۍ لا ډېره د بېقانونۍ او د ځنګل د قانون پر لور بیائي او د اروپائي اتحادئې تالی څټیتوب لا رابرسیره کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4331118